لیګونهنړیوال کریکټ

سټیپ سمیت : که نړیوال شل اوریزه جام وځنډیږي نو آی پي ایل ته لیواله یم

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکي سټيپ سمیت په سیډني کې د خبریالانو سره په مرکه کې وویل،، زه د کرکټ په نړۍ کې یو عادلانه لوبغاړی یم او ډېر وخت په خپلې توپ وهنې کار کوم، زما کوښښ دا دی چې تل په توپ وهنه کار وکړم او د خپلې لوبډلې لپاره ویاړونه ترلاسه کړم، زه ډېره تمه لرم که چېرته ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام ترسره نشي او

Ipl

په دغه دوره کې ترسره شي نوزه به یې په ډېرې لیوالتیا هرکلی وکړم. اوس

Icc

ځنې پرېکړې کړي چې د لوړپوړو لوبغاړو لپاره به یې منل یو څه ستونزمن وي لکه په توپ اچونه کې د بال سوینګ کولو لپاره د خولې د لاړو بندیز په یوه خونه کې ډېر لوبغاړي نه راغونډیدل او داسي نور زیات بندیزونه دې چې منل به یې د لوبې په جریان کې د لوبغاړو لپاره خورا سخت وي،، سمیت په ټیسټ او پنځوس اوریزو لوبو کې ځانګړی مهارت لري چې ډېر کله د لوبې ترپاې لوبغاړي د ځان سره لوبوي، پرنوموړي څه موده وړاندې استرالیا او آی سي سي یو کلن بندیز ولګوو چې په لوبه کې د سویلي افریقا خلاف د بال د خرابولو هڅه کوله. یاده دې وي چې سټیپ سمیت اوس په نړیواله درجه بندۍ کې مقام له ځانه سره لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې