دلوبغاړو په اړه

ساکشي ډوني: مهندرا سېنګ ډوني د پابجي ګیم لیونی دی

د کرونا ویروس (کووېډ ـ ۱۹) ناروغۍ له امله په نړۍ کې ګڼې ورزشي لوبې په ټپه درول شوې دي او لوبغاړي په خپلو کورونو کې له کورنیو سره قرنطین شوې دي. ځینې لوبغاړي بیا په ټولنېزو رسنیو کې له خپلو ملګرو او مینه والو سره په اړیکه کې کېږي. خو ځینې لوبغاړي بیا په انلاین ګیمونو باندې خپل ساعت تیروې.

په ورته حال کې د هند کریکټ ملي لوبډلې پخواني ویکټ ساتوونکي او توپ وهوونکي د ایم ایس ډوني میرمنې ویلي دي، چې د ده خاوند (ډوني) د پابجي ګیم لیونی دی. او په اړه یې د شپې په خوب کې لیګا وې خبرې کوي. ډوني یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې تل یې ځان له ټولنېزو رسنیو څخه لرې ساتلی دی.

خو نوموړی چې کله انلاین ووسې نو بیا خپل ټول وخت په دغه قرنطین موده کې PUBG ګیم ته ورکوي. او په پابجي ګیم کې لګیا وي. د نوموړي میرمنې ویلي دي. چې دغه ویډیویې ګیم د دې لامل شوی دی چې د ډوني فشار کچه کمه کړې. ډوني تل د دې ویډیویې ګیم په اړه فکر کې وې پداسې حال کې چې د شپې په خوب کې یې هم په اړه خبرې کوي.

ډوني د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام را پدیخوا په هندۍ لوبډله کې ندی لیدل شوی او د هند کریکټ بورډ چارواکو له لوري د نظر څخه غورځول شوی دی. چې پای کې یې له نوموړي سره قرارداد هم فسخه کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې