دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جسپرېټ بومرا د آي سي سي پر نوو لارښوونو غوسه دی

د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله په ټوله نړۍ کې د کریکټ لوبې او تر څنګ یې نورې ورزشي لوبې ځنډول شوې دې. چې همدغه راز د کریکټ نړیوالې شورا پدې وروستیو کې د کریکټ لوبې په جریان کې یو لړ بدلونونه راوستې دې. چې دغو بدلونونو ته په اشارې سره هندي توپ اچوونکي جسپرېټ بومرا غوسه څرګنده کړې ده.

او پر پر وینا یې چې دوی هېڅ کوم بدلون ته اړتیا نه لري. د کریکټ نړیوالې کمیټې یا اي سي سي پدې وروستیو کې د بال لعاب کولو یا توپ پر لاړو کولو باندې بندېز ولګولو. چې جسپریټ بومرا بیا پر یاد بندېز باندې خواشینې څرګنده کړه او ویلي یې دي، لعاب کول یوازینی شی دی چې زه ور سره علاقه لرم زه نه پوهېږم چې بیرته ستنېدو په جریان کې کومې لار ښوونې عملي کړو د بال لعاب کولو لپاره باید یوه بله حل لاره وموندل شې که چیرې توپ خراب وې نو بیا به توپ اچوونکی له ګڼو ستونزو سره مخ شې.

جسپرېټ بومرا د هند کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی تېز بالر دی. او نوموړی تل توپ پر لاړو یا لعاب کوي چې له کبله یې د نوموړي توپ خورا سوېنګ خوري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې