دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ویسټ انډیز کرکټ بورډ او د لوبغاړو په هکله یې د معاشاتو وروستی خبرداری

دا چې د کرونا ویروس له امله ټولې داخلې او نړیوالې سیالۍ بندې دي او هیڅ کوم هیواد دې ته زړه نه ښه کوي چې په ازاد ډول خپل کرکټ ترسره کړي نو له همدې امله د نړۍ ګڼ شمير د کرکټ بورډونه د لوبغاړو معاشات په خپل وخت نشي ورکولای. د دې ډلې څخه یو هم د ویسټ انډیز کرکټ بورډ دی، دغه بورډ د ۲۰۲۰ م کال د پيل څخه تراوسه لوبغاړو ته معاشات ندي ورکړي اوس یې بورډ خپله نهایي پرېکړه اعلان کړه، د ویسټ انډيز کرکټ بورډ مالي کميټې ویلي،،

بورډ لاهم د مالي ستونزو سره په بشپړ ډول مخ دی، مونږ هڅه کووچې لوبغاړو ته معاشات ورکړو خو زه په ډېره خواشینۍ سره وایم چې اوس به د لوبغاړو د معاشاتو څخه ۵۰ فیصده کمیږي دا ځکه چې بورډ له مالي پلوه د بحران سره مخ دی،، یاده دې وي چې ویسټ انډیز کرکټ بورډ له نورو بورډونو څخه یو څه په بد وضعیت کې قرار لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې