دلوبغاړو په اړه

هربجن سېنګ: له کرېس ګېل راته ډوېډ وارنر خطرناک توپ وهوونکی تمام شوی

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې سپینر یا ورو توپ اچوونکي هربجن سېنګ د کریکټ مشهورې وېبپاڼې ې اېس فېن کرېکنفو سره په خبرو کې ویلي دي، چې له کرېس څخه راته د توپ اچونې پر مهال ډوېډ وارنر ستونزمن توپ وهوونکی تمام شوی دی.  او پر وړاندې مې سمه توپ اچونه نده کړې. هربجن سېنګ پر وینا، که کرېس ګېل سره مخ شو نو هغه یواځې هڅه کوې چې لوی شاټ ووهي، نو هغه ته که توپ سلو یا ودروې تر څو نوموړی له کرېز (کرښې) څخه بهر شې نو کولی شې چې په اسانۍ سره یې ګوښه کړې. خو وارنر بیا له هره پلوه پیاوړی دی او په اسانۍ سره توپ خپل ځان لپاره برابره وې.  دغه آف سپینر توپ اچوونکي څرګنده کړه چې د ګیل پر وړاندې یې هېڅکله د توپ اچونې پر مهال مشکل ندی احساس کړی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې