دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

محمد حفیظ : په ژوند کې سختې ژورې لیدل انسان ته لا قوت ورکوي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتي کرکټ محمد حفيظ ويلي،، زه په ۲۰۰۷ م کال کې د لوبډلې څخه لري پاتې شوم، دا ستونزه زما خپله وه زه ډېر ښه نه ځلیدم بورډ او مینوالو راباندې توندې نیوکې کولای، همغه و چې زه له کرکټ څخه د څه وخت لپاره لري پاتې شوم، ما دا دوره په ډېرې سختۍ سره تیره کړه، دا وخت زما لپاره ګواښونکی و خو ما حوصله ونه بایلله او لا مې خپل تمرینات پیاوړي کړل، په دې وخت کې به ډېرو لوبغاړو په ماپسي خندل چې ته به بیا ملي لوبډلې ته هیڅ راستون نشي، دغې خبرو زما مورال زیات کوي کړ ناهیلې نشوم له دې وروسته زه بیرته ملي لوبډلې ته په ډېر ښه شکل راوګرځيدم.

یوه خبره چې زما لپاره ډېره مهمه وه هغه دا وه چې ما هیڅ څوګ هم نلرل او غوښتل مې چې په خپل مټ سیالۍ د پاکستان هیواد لپاره وګټم همدا یو شعار زما د بریالیتوب نهه وه، ما په ۲۰۰۷ م کال او ۲۰۱۰ کې ډېر سخت تمرینات ترسره کړل چې لامل یې همداشو چې زه بیرته لوبډلې ته راوګرځیدم. نو په ژوند کې ماته خوړل تا نور هم پیاوړی کولای شي مونږ باید هیڅ کله هم خپلې پیاوړي حوصلي د لاسه ورنه کړو. محمد حفیظ اوس ۳۹ کلن دی او په ۲۰۰۳ م کال کې یې د پاکستان لپاره د شل اوریزه او پنځوس اوریزه لوبو پيل وکړ.یاده دې وي چې محمد حفیظ دپاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره یو کلیدي لوبغاړی و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې