دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

لکشمن: روهېت شرما د ای پي ایل په تاریخ کې کامیاب لوبډلمشر دی

د هندوستان اوپنر یا پیلیز توپ وهوونکی روهېت شرما په هند غوره لیګ کې یو بریالی لوبډلمشر دی. او تر دې دمه پورې یې د آی پي ایل لیګ څلور اتلولۍ ګټلي دي چې تر اوسه پورې له روهېت پرته کوم بل لوبډلمشر د آی پي ایل څلور اتلولۍ جامونه ګټلي ندي.

چې د دې بریاوو سره روهېت د ډېرو مینه والو پام ځانته ته کړې دی او ډېر ستایل کېږي چې دا ځل د لکشمن له لوري ستایل شوی دی او د آی پي ایل په تاریخ کې یې یوازینی بریالی لوبډلمشر یاد کړ. روهېت شرما په ۲۰۱۳ م کال کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو چې په دغو ۶ کلونو کې یې څلور ځلې اتلولۍ جام ترلاسه کړې دی او دوه ځلې بیا خالي لاس تللی دی.

په ورته وخت کې د ای پي ایل ۱۳ م پړاو د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله تر نا معلومې نیټې پورې ځنډول شوی دی. همدغه راز تر څنګ یې د اي سي سي ستر ټورنامنټ (شل اورېز نړیوال جام) هم د ځنډ سره مخ دی او تر اوسه پورې معلومه نده چې ایا دا جام به ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې