دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سریلانکا کرکټ ملي لوبډله د جون په لومړی نېټه خپل تمرینات په یو روزنیز کمپ کې پیلوي

سریلانکا کرکټ ملي لوبډله چې په اسیا یي هیوادونو کې د کرکټ مشهوره لوبغاړي له ځانه سره لري او ترڅنګ یې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس ډېرې پيښې هم نه لیدل کيږي بورډ یې غواړې چې سبا ته د جون په لومړی نېټه خپل لوبغاړي تمریناتي کمپ ته راوباسي، د سریلانکا هیواد مشهورو رسنیو خبر ورکړی چې یاد بورډ له حکومت او روغتیا وزارات سره خبرې کړې او تمه ده چې سبا ته به په رسمي ډول خپل تمرینات پیل کړي.دغه لوبغاړي به په ګروپي شکل خپل تمرینات په کولمبو کې پيل کړي چې ډېری یې توپ اچونکې دي.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي به په یو هوټل کې ځای په ځای شي او خپل تمرینات به ترسره کوي. دغه روزنیز کمپ به ۱۲ ورځي دوام وکړي او ټول روغتیایي فعالیتونه به پکې په نظر کې ونیول شي. یاده دې وي چې سریلانکا کرکټ بورډ د جولای په میاشت کې د هندي کرکټ ملي  لوبډلې کوربتوب په خپله غاړه لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې