نړیوال کریکټ

زینب عباس : د کرکټ تبصره ورته په پیل کې د ګواښ او خطره ډکه وه

د پاکستان هیواد ښځينه مبصره، تبصره کوونکي، او کمينټیټره، زینب عباس چې له اوږد وخت څخه د کرکټ په لوبو تبصره کوي د خپل راتګ د پیل خبرې کوي، زینب ویلي،، د پاکستان پڅير یو هیواد کې د کرکټ په لوبو غږیدل چې د تلویزون پر پرده خپریږي یو څه په پیل کې خطرناک او ګواښونکی کار و، ماته په پیل کې ځنې لوبغاړو هم ویلي و چې دې برخه کې کار کول به تاته ډېره ګرانه تمامه شي، ما خپله مبارزه وکړه او اوس په نړیوال معیار د لوبو تبصره کوونکي یم، زه اوس په خپله دنده کې ډېره راحته یم، د سپورټ په برخه کې چې کومې کړنې مونږ ترسره کوو معیاري دي،، زینب عباس د پاکستان په

PSL

کې او د ده ترڅنګ په بیګ باش لیګ همداشان په ځنېو نورو مشهورو لیګونو کې تبصرې کوي، او لاهم د نړیوال کرکټ لوبو د کمينټرۍ لپاره ځان چمتو کوي. زینب د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې اوسنی کيبتان بابر اغظم خوښوې او په پخوانیو لوبغاړو کې د خوښې لوبغاړی پاکستانی شعیب اختر دی. د زینب ترڅنګ ایرن هالینډ،

مایانتي لانجر، عیسی ګوه، او ورته نورې کرکټ مبصریني دې چې په نړیواله سطحه کمینټري کوي.مایانتي لانجر د هندوستاني الراونډور سټورټ بیني میرمن ده، او ایرن هولینډ، بیا د استرالیایی بین کټینګ کوژدن ده.یاده دې وي چې دافغانستان څخه په ښځينه و تبصره کوونکو کې ډېوه پتنګ هغه څوګ وه چې هم یې په نړیوال کرکټ او د ده ترڅنګ یې د افغانستان په کورني شپږیزه لیګ کې په دې برخه کې د افغانستان نماینده ګي وکړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې