دلوبغاړو په اړه

جانتي روډس: ای بي ډویلیرز مې د خوښې وړ فیلډر دی

د سوېلي افریقا پخواني لوبغاړي جانټي روډس پدې وروستیو کې د خپلې خوښې وړ فیلډر یا ډګر ساتوونکی څرګند کړ. روډس د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي پامامې مابنګوا سره په انسټاګرام کې په ژوندۍ بڼه خبرې کولې.

چې د خبرو پر مهال یې نوموړي ته وویل، چې په کریکټ لوبه کې مې د خوښې وړ ډګر ساتوونکی ای بي ډویلیرز دی. جانټي روډس داسې وویل “د نن ورځې تر ټولو پیاوړی فیلډر! ای بي ډویلیرز دی. هغه یو پیاوړی ډګر ساتوونکی دی. نوموړی د سلیپ ډګر ساتوونکی دی، هغه همدغه راز د میډ آف ډګر ساتوونکی هم دی.”” روډس هم په خپل وخت سره یو پیاوړی ډګر ساتوونکی وه او د فیلډینګ پلار ګڼل کېده.

د یادونې وړ ده چې ډویلیرز په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له کریکټ څخه تقاعد اعلان کړ. خو اوس نوموړی هڅه کوي چې په راتلونکې جام کې برخوال شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې