نړیوال کریکټ

انګلستان حکومت اعلان وکړ چې پرته له ننداره چيانو هر ډول ورزشي سیالۍ سبا دوشنبه د سره پيلیږي

انګلستان هیواد چې تر جولای میاشتې پورې یې په ټول هیواد کې هرډول ورزشي سیالۍ بندي کړي وي نن یې رسماً اعلان وکړ چې پرته له نندارچیانو ټول ورزشي فعالیتونه د جون په لومړی نېټه چې د دوشنبي ورځ ده پیلولی شي.دغه اعلان د انګلستان هیواد حکومتي چارواکو کړې او خبر یې ورکړې چې ټولې ځنډول شوۍ سیالۍ دي بیرته له سره پلان کړی شي. په انګلستان هیواد کې سر له سبا ټول ورزشي کارکونکي لوبغاړي او د دغې برخې ټول غړي کولای شي چې خپل فعالیتونه شروع کړي.  

په پام کې ده چې د ورزش د لوبو څخه به لومړی پيل د اس ځغلوني، او د ده ترڅنګ به ۱۸ ورځي وروسته د فوټبال لیګ هم په رسمي ډول پیل شي، یاده دې وي چې انګلستان کرکټ بورډ به هم سر له سبا د ویسټ انډیز سره د سیریز کولو لپاره خپلې هڅې او تمرینات بیا پیل کړي.دا د فوټبال اس ځغلونی، کرکټ او نورو ورزشي سیالیو لپاره خورا خوښونکی خبر لیدل کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې