دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کومارسنګکارا : په اوسني وخت کې د نړیوال شل اوریزه جام لپاره پرېکړه کول خورا ستونزمن دي

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د ایم سي سي مشر کومار سنګکارا د۲۰۲۰ م کال شل اوریزه نړیوال جام په اړه انديښنه وښودله او زیاته یې کړه چې دا ځل به د استرالیا په کوربتوب شل اوریزه نړیوال جام خورا سخت دی، ځکه اوس مونږ باید خپل ژوند ته یو څه بدلون ورکړو او ځنې شیان د ځان لپاره بدل کړو، په اوسنیو حلاتو کې پرېکړه کول ګران کار دی او باید لاهم انتظار وکړو،

 مونږ باید هر ورځ نوې زده کړه وکړو، سنګا زیاتوې چې راتلونکی ۲۰۲۰ م کال شل اوریزه نړیوا جام چې استرالیا یې کوربتوب کوي شاید لغوه اعلان شي،، یاده دې وي چې د دې جام په هکله به د کرکټ نړیواله شورا د جون په لسمه نېټه خپله نهایي پرېکړه اعلان کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې