نړیوال کریکټ

د پاکستان پخواني لوبغاړي وقار یونس ټولنېزو رسنیو سره خدای په اماني وکړه

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د پاکستانۍ لوبډلې د توپ اچونې لاین روزونکي وقار یونس پرېکړه کړې ده. چې له ټولنېزو رسنیو سره خدای په اماني وکړې او لدې وروسته ممکن نوموړی ټولنيزې رسنۍ ونه کاروې.

وقار یونس پداسې مهال د ټولنېزو رسنیو څخه د خدای په امانۍ خبر ورکوې. چې څو ورځې وړاندې یې رسمي ټوېټر اکاونټ د هېکرانو له لوري هېک کړای شو. چې لدغې کار وروسته هغه پرېکړه کړې ده چې نور ټولینزې رسنۍ ونه کاروې.

لدې وړاندې هم د نوموړی اکاونټ هېک شوی وه خو وروسته بیا له هېکرانو ژغورل شوی دی. خو دا ځل بیا هېکرانو پرې رسمي اکاونټ هېک کړی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې