لیګونه

سنراېزر حېدراباد پدې ورځ د ډوېډ وارنر په مشرۍ د آی پي ایل اتلولۍ جام وګاټه

د هندوستان غوره لیګ چې له تیرو ۱۲ کلونو راهیسې پیل شوې دی او سږ کال یې ۱۳ م پړاو د کرونا له امله ځنډول شوی دی. پدې ۱۲ کلونو کې د ای پي ایل هره یوه لوبډله خپلې خوږې او ترخې خاطرې لرې.

چې د دغې له ډلې څخه یوه هم ننۍ ورځ ده چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ثبت شوې ده. په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پر همدې ورځ د سنراېزر حېدراباد لوبډلې د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل د سنراېزر حېدراباد لوبډلې د ډوېډ وارنر پر لوبډلمشرۍ د اتلولۍ جام وګټلو.

دا لوبه د آی پي ایل په تاریخ کې خورا له زړه پورو او حیرانوونکو پایلوبو څخه ګڼل کېږي.

د ۲۰۱۶ میلادي کال د ای پي ایل د پایلوبې جزیات:

پدې لوبه کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر ډوېډ وارنر د لوبې پچه یا ټاس وګټلو، او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. پدې اساسه او مهمه لوبه کې وارنر نیمه سلیزه جوړه کړه نوموړي په ۳۸ بالونو باندې ۶۹ منډي وکړې. د ار سي بي لوبډلې لپاره پدې پایلوبه کې سنراېزر حېدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په زیان ۲۰۹ منډو ستر هدف وټاکلو.

د ار سي بي لوبډلې لپاره بیا په هغه وخت کې یواځې ګیل ښه پیل وکړ او ښه سیالۍ یې نندارې ته وړاندې کړه. ګیل په نوموړې لوبه کې په ۳۶ توپونو باندې ۷۶ منډي وکړې. او تر څنګ یې لوبډلې لوبډلمشر کوهلي بیا ۵۴ منډې وکړې. خو بریا یې تر لاسه نکړه.

د یادولو وړ ده، چې تر دې دمه پورې د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې د آی پي ایل اتلولۍ جام ندی ګټلی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې