افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

افتاب عالم باندې لګېدلی بندېز پایته ورسیده

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي تېز بالر افتاب عالم باندې د افغانستان کریکټ بورډ د ډسپلین کمیټې له لوري یو کلن بندېز نن رسماً پایته ورسیده. او له دې وروسته هغه کولی شې چې په ملي لوبډله کې ولوبېږي.

افتاب عالم د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام پر مهال د ډسپلین له قوانینو څخه سر غړونه کړې وه، چې له کبله یې پر افتاب باندې یو کلن بندېز ولګول شو. چې د یاد بندېز څخه یو کال پوره شو او لدې وروسته نوموړی کولی شې چې یو ځل بیا کورنۍ، نړیوالې، تجارتي او نورې سیالۍ ترسره کړې.

د ډسپلین کمیټې پر وینا، چې افتاب عالم یې د غوراوي کمیټې مشر انډي مولز ته هم ور وپيژنده. چې نور کولی شي له افغان لوبډلې سره یو ځای ولوبېږي. د یادې کمیټې پر وینا چې نوموړی به رسماً په جون میاشت کې له افغان لوبغاړو سره په تمریناتي کمپ کې شامل کړای شې.

د یادولو وړ ده چې په جون میاشت کې به کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کي د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ هم پیل شي، په یاد کمپ کې به هره ډله کې ۸-۸ لوبغاړي ولري چې د احتیاطي تدابیرو سره سم به پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې