لیګونه

پوهېږئ پدې ورځ آی پي ایل کې څه ډول سیالۍ ترسره شوې وه؟

د ۲۰۲۰ میلادي کال آی پي ایل مشهورې سیالۍ د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله تر نا معلومې نیټې پورې ځنډول شوې دې. که چیرې دا ویروسي ناروغۍ نه وای نو د مۍ په ۲۴ مه نیټه به هغه لوبډله د ای پي ایل په ډاګه شوې وه چې د اتلولۍ جام یې خپل کړې وه.

خو پدې ورځ ۲۰۱۱ میلادي کال کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې د مهندرا سېنګ ډوني په مشرۍ رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې ته په پایلوبه کې ماتې ور کړه. او د اتلولۍ جام یې د دویم ځل لپاره وګاټه. ار سي بي لوبډله په ځلونو پای لوبې ته وتلې ده خو بدبختانه چې تر دې دمه پورې یې هېڅ د اتلولۍ جام ندی ګټلی.

دا چې پدې ورځ چینای لوبډلې ار سي بي ته ماته ورکړه او د دوهم ځل لپاره یې د ای پي ایل په تاریخ کې د اتلولۍ لقب تر لاسه کړ. په یاده لوبه کې چینای لوبډلې پچه یا ټاس وګټلو او لومړۍ یې توپ وهنه غوره کړه.

د ډوني پرېکړه هغه وخت سمه ثابته شوه چې د چینای لوبډلې پیل توپ وهوونکو مرلي وجي او مایک حنسي د ۱۵۸ منډو ملګرتیا وکړه. حنسي ۶۳ منډي وکړې او وجي ۹۵ منډي جوړې کړې. چې د ار سي بي لوبډلې لپاره یې د ۲۰۶ منډو ستر هدف ټاکلی وه.

پدې وخت کې ار سي بي لوبډلې د کریس ګیل او ډویلیرز په څېر پیاوړي توپ وهوونکي درلودل. هر چا فکر کوه چې پدې سیالۍ کې به وېسټ انډیزی توپ وهوونکی ګیل ښه وځلیږي خو بدبختانه نوموړي د سیالۍ په جریان کې په دریم بال باندې خپله ویکیټه له لاسه ورکړه. ار سي بي لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې ۱۴۷ منډي وکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې