نړیوال کریکټ

هند به له اسټرالیا سره د شپې ورځې ټېسټ سیالۍ ترسره کړې

ټاکل شوې ده، چې د هند کریکټ ملي لوبډله به د اسټرالیا په راتلونکې سفر کې له اسټرالیا سره په لومړي ځل د شپې ټېسټ سیالۍ ترسره کړې. د شپې ټېسټ ورځې سیالۍ مخکې په هند کې د هند په کوربتوب ترسره شوې وې. چې دا ځل به د اسټرالیا په کوربتوب ترسره شې.

تمه کېږي چې د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ به د لوبو لړۍ د دسمبر په لومړۍ نیټه پیل شې. د کریکټ مشهورې وېبپاڼې ې اېس فېن کرېکنفو د راپور پر وینا، چې د هند کریکټ ملي لوبډله به د دې کال په پای کې د شپې ورځې ټېسټ سیالۍ په آډلیډ کې ترسره کړې.

د راپور پر وینا چې لومړۍ سیالۍ به په برسبین کې وې او پاتې وروستۍ دوه سیالۍ به په میلبورن او سیډنې کې ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې