لیګونه

جوس بټلر وایي، له نړیوال جام وروسته آی پي ایل ښه ټورنامنټ دی

جوس بلټر پدې وروستیو کې د نغدي شتمن لیګ آی پي ایل په اړه خپل لید څرګند کړ. او ویې ویل، چې له نړیوال جام څخه وروسته د هند غوره لیګ آی پي ایل ښه او غوره ټورنامنټ دی. بلټر وایي په ډیرې لیوالتیا سره د هند غوره لیګ پیلیدو ته سترګې په لار یم. 

بلټر وایي، انډین پریمیر لیګ نه یواځې هندي لوبغاړو ته مثبت پرمختګ ورکړ بلکې دې لیګ پر انګلینډې لوبغاړو هم مثبت آثر کړې دی. بټلر پر وینا، پدې کې هېڅ شک نشته دی. چې هند غوره لیګ انګلینډې لوبغاړو ته وده ورکړې ده او له هغو لوبغاړو سره پکې ډېره مرسته شوې ده چې له تیرو څو کلونو راهیسې په همدې لیګ کې دخیل دي.  جوس بلټر وایي، ای پي ایل سیالۍ د ځمکې پر سر زما لپاره تر ټولو غوره او په زړه پورې سیالۍ دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې