افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

ضیاء شریفي: ملګري دې ژوندي وې

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي تېز توپ اچوونکي ضیاء شریفي د اختر په خوښیو کې له یو شمېر ملي لوبغاړو او ملګرو سره په چکر نن د اختر په دویمه تللی وه، چې د یاد چکر په ترڅ کې یې نن پر خپل فېسبوک اکاونټ باندې ځینې انځورونه خپاره کړې دي.

ضیاء شریفي چې د افغان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی تېز بالر دی. او تر ډیر وخت د افغان کریکټ بورډ له لوري په نظر کې ندی نیول شوی. په هر حال شریفي په افغانستان غوره لیګ کې د ښه فعالیت ترسره کېدو وروسته د مینه والو او هېوادوالو پام ځانته واړولو. نوموړي په ۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان په غوره لیګ (APL) لومړې پړاو کې ښه فعالیت ترسره کړ او یو بریالی سفر یې پایته ورسوه.

شریفي پر خپل فېسبوک اکاونټ باندې لیکلې دي: “سلامونه ملګرو نن د اختر دوهمه ورځ مو بیا ښه ساعت تیر شو. ملګري دې ژوندي وې.” شریفي سره په انځورونو کې د افغان کریکټ ملي لوبډلې افسانوې توپ اچوونکی مجیب الرحمن، نور علي ځدران، احسان الله جنت او ځینې نور ملګري لیدل کېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې