نړیوال کریکټ

کریکټ او بدلون: لوبڅاران به د لوبو په جریان کې دسکشې اغوندي

د کریکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام پیلیدو خبرې اترې روانې کړې دې او تر دې دمه پورې په خپل درېځ کلکه ولاړه ده. د کریکټ نړیواله شورا وایي، چې نړیوال جام به په خپله نیټه اسټرالیا کې پیل شې او نه ځنډول کېږي. ټاکل شوې ده چې سږ کال شل اورېز نړیوال جام په اکتوبر میاشت کې پیل شې او تر نومبر نیټې پورې به دوام ومومي. 

کریکټ او نوي بدلونونه څه شې دي؟

  دا چې دا مهال نړۍ د کووېډ ـ ۱۹ په رنځ باندې اخته ده نو له امله یې د کریکټ نړیوالې شورا یو څه اندازه مقررات وضع کړې دې. چې دا مقررات نه یواځې د لوبغاړو لپاره وضع شوې دې بلکې په میدان کې لوبڅارانو ته هم وضع شوې دې. د کریکټ نړیوالې شورا د نوو ټاکل شوو مقرراتو پر اساس چې لوبغاړو ته به اجازه ورنکړل شې چې خپل کیپونه او یا هم سنګلاسونه فیلډ امپایرانو ته وسپارې. د دې تر څنګ د سیالیو پر مهال به لوبڅار په میدان یا لوبغالي کې دستانې (دسکشې) په لاس کوي. چې تر څو له کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ په امن کې پاتې شې.

د اي سي سي پر وینا چې دوی هڅه کوې چې لوبغاړو ته ووایي چې د لوبې په جریان کې ټولنېز واټن ته هم پاملرنه وکړې ځکه ډیری وخت لوبغاړي خپل اضافي وخت په خپلو اطاقونو کې تیروې.  د کریکټ نړیوالې کمیټې څو ورځې وړاندې پر توپ یا بال باندې لعاب کولو باندې بندېز ولګوه، او اوس یې لوبغاړو ته سپارښتنه کړې ده چې کله توپ په لاس باندې لمس کوي نو بیا دې خپل لاسونه مخ، پوزې، خولې او سترګو ته نه وروړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې