دلوبغاړو په اړهلیګونه

پارتیوف پټیل له کوهلي غوښتې وه چې د ممبۍ انډیانز لوبډلې دغه توپ اچوونکی واخلي

پارتیو پټیل له کوهلي غوښتې دي، چې د ممبۍ انډیانز لوبډلې کلیدي لوبغاړی جسپرېټ بومرا واخلي او د ای پي ایل لیګ په ۱۳ م پړاو کې د ار سي بي لوبډلې سره مل شې. بومرا د هندۍ لوبډلې پیاوړی تېز بالر دی او له تېرو څو کلونو راهیسې یې ښیې پایلې ورکړې دې نوموړی د هندۍ لوبډلې لپاره په درې واړو فارمیټونو کې لوبېږي. خو په هند غوره لیګ کې بیا د روهېت شرما تر کیپتانۍ لاندې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لپاره لوبېږي.

بومرا چې له ۲۰۱۳ م کال راهیسې له ممبۍ انډېز لوبډلې سره یو ځای شوی دی او د اووه کلونو په موده کې یې ټولټال د ممبۍ انډیانز لوبډلې لپاره ۷۷ سیالۍ ترسره کړې دې چې په پای کې یې ۸۲ ویکیټې هم تر لاسه کړې دي.

د پارتیو پټیل پر وینا چې ما له مسؤلو کسانو غوښتې وه، چې بومرا په رایل چلېنجرز بنګلور لوبډله کې شامل کړې آند ما له کوهلي هم وغوښتل چې بومرا په خپله لوبډله کې شامل کړې خو مګر دا هر څه زما د غوښتنې خلاف وشول.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې