نړیوال کریکټ

تمیم اقبال: بنګله دېش باید له پاکستانۍ لوبډلې څخه د تېز بالېنګ لین زده کړې

  د بنګله دېش کريکټ ملي لوبډلې کېڼ لاسی توپ وهوونکی تمیم اقبال پدې اند دی. چې بنګله دېش کریکټ ملي لوبډله اړتیا لري چې له پاکستان کریکټ ملي لوبډلې څخه زده کړه وکړي. دغه کېڼ لاسي توپ وهوونکي له پخواني پاکستاني لوبغاړي رامېز راجا سره په یوټیوب چینل کې د خبرو پر مهال وویل چې بنګله باید د تېز بالېنګ لین اف له پاکستانۍ لوبډلې څخه زده کړې.  د تمیم اقبال پر وینا، چې په تجارتي لیګونو کې سپینرانو ته زیات چانس ور کول او پر دوی باندې ډېره تکیه کول د دې لامل شوی دی چې فاسټ بالېنګ لین اف کمزوری کړې. تمیم اقبال د خبرو پر مهال وویل: 

《پاکستان یوه لوبډله ده، چې مونږ کولی شو ور څخه زده کړه وکړو، هم په کورنیو سیالیو کې او هم په بهرنیو سیالیو کې خو مونږ په سپینرانو باندې زیاته تکیه کوو او پاکستانۍ لوبډله پر فاسټ بالېنګ (تېز بالېنګ) باندې تکیه کوې چې له امله یې دوی غوره لوبډله په ټېسټ کې چمتو کړې ده.》  دغه ۳۱ کلن لوبغاړي د پاکستاني پخواني لوبغاړي سعید اجمل ستاینه هم وکړه او پر وینا یې چې هغه یو خطرناکه لوبغاړی وه. تمیم اقبال همدغه راز څرګنده کړه چې هغه په خپل کیریر کې له پاکستاني تېز توپ اچوونکي شعیب اختر څخه وېره لرله. اقبال وویل: 

《زه تل له تېزو بالرانو سره مخ شوې یم او لوبولي مې دي. زه له شاو خوا ۱۵۰ سرعت لرونکې توپ سره هم مخ شوی یم خو وېره مې ور څخه نلرله. خو له پاکستاني لوبغاړي شعیب اختر سره چې مخ شوم وېره مې لرله او فکر مې کاوه چې ما به ووژنې د هغه توپ اچونه خورا ویرونکې وه.》

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې