افغانستان کریکټ

د کندهار کریکټ لوبغالي د میلمستون چارې په رغېدو دې

د افغانستان کریکټ بورډ له لوري په کندهار کې د یو نړیوال لوبغالي د جوړېدو چارې څو میاشتې وړاندې پیل شوې دې. چې د رغېدو لړۍ یې لا هم دوام لري او د میلمستون چارې یې هم په پایته رسېدو دې.  د افغانستان کریکټ بورډ وایي، چې د کندهار کریکټ لوبغالي د میلمستون رغېدو چارې په خلاصېدو دې او ډېر ژر به یې نور کارونه هم پایته ورسېږي. د بورډ په وینا چې د میلمستون ۷۰ سلنه رغنېزې چارې بشپړې شوې دې او په پام کې ده چې په راتلونکو درې میاشتو کې به یې ټول رغنېز کارونه پایته او ګټې اخیستو ته وسپارل شې.  د یادولو وړ ده چې یاد میلمستون ۲۰عصري خونې، د ملي لوبغاړو لپاره اړوندې اسانتیاوې لري چې په غوره او ستر کیفیت سره به بشپړ شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې