لیګونهنړیوال کریکټ

د کرونا په بحراني حالت کې د جمعي په ورځ د وینسي لس اوریزه لیګ پیلیږي

دا چې نړۍ ټوله کرونا ویروس نیولي او د کرکټ لوبغاړي ټول په کور ناست دې او د سیالیو کوم لید نشته نو پر همدې موخه د امریکا په وینسي سيمه کې یو لس اوریزه لیګ پیلیږي چې ګڼ شمیر لوبغاړي به پکې ولیدل شي،یاد لس اوریزه لیګ به د مې میاشتې په ۲۱ نېټه پیل او د همدې میاشتې په ۳۱ نېټه به پاې ته ورسیږي.

دغه لیګ کې ټول ۷۲ لوبغاړي دې چې څلور یې د ویسټ انډیز هیواد څخه په نړیوال معیار لوبیدونکې لوبغاړي دې چې پکې سونیل امبریس، کيسریک ویلمس،کوټو او مککوې شامل لوبغاړي دې.دغه ټولې سیالۍ په ژوندۍ بڼه د وینسي پریمیر

T10

لیګ کې  د فینکوډ ایپ کې لیدلۍ شئ. د ټاکلې تقسم اوقات له مخې به هره ورځ دوه لوبې ترسره کيږي چې لومړی لوبه به دماښام پر شپږو بجو پيل، او دوهمه لوبه به د شپې په ۸ بجو پیلیږي. یاد لیګ د لس اورونو دی او شپږ لوبډلې پکې شاملې دي او ټول لیګ به ۱۱ ورځ وخت ونیسي دا سیالۍ د سینټ او وینسینټ ګریناډین کریکټ ایسوسی ایشن لخوا په لار اچول شوې دې چې نېمه پاې لوبه به یې دمې په ۳۰ او فاینل لوبه به یې د همدې میاشتې په ۳۱ نېټه ترسره شي.یاده دې وي چې د دې سیالیو څخه وروسته شاید نړیوال کرکټ هم پرانیستل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې