افغانستان کریکټ

د کرونا ویروس د کرکټ نشتون او د کرکټ په نړۍ یې اغیزې

د افغانستان هیواد وګړي هم پر دغه ویروس اخته دي، له همدي امله یې افغانستان کرکټ بورډ ته هم سخته ضربه رسولي، افغانستان کرکټ بورډ سره کړي ټول قراردادونه فسخ شوې اوس افغانستان بورډ په دې لټه کې دی چې څنګه واړه تجارتي اعلانات ترلاسه کړي، په تیر کې لطف الله ستانکزي ویلي و،، مونږ ډېری تړونونه له لاسه ورکړل د لوبو نه شتون مجبور کړې و چې د خپلو روزونکو معاشات راکم کړو، اوس یې ویلي که ډېر بحران راغی نو افغانستان کرکټ بورډ مجبوریږي چې له بهرنیو روزونکو سره خپل قراردادونه لغوه اعلان کړي.

استرالیا هیواد چې په نړۍ کې د کرکټ له ډګره بهترینه لوبغاړي لري دوی هم د مالي ستونزو سره مخ دي د یاد کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې بورډ به له روان بحران سره ډېره مبارزه ونکړي او شاید د کال په وروستیو برخو کې د لوبغاړو ۲۵ فیصده معاشات راکم کړي.د دوی سفرونه په ناڅاپي ډول ودریدل د ښځينه و سفرونه یې هم ترسره نشو، استرالیا دا ځل د ۲۰۲۰ م کال د شل اوریزه نړیوال جام کوربتوب هم په خپله غاړه لري چې لا تراوسه یې د ترسره کولو او نه تسره کولو په اړه پرېکړه نده شوې.

بنګله دیش کرکټ بورډ لا تراوسه پورې خپلو روزونکو او کنټرک لرونکو لوبغاړو ته په خپل وخت مالیه ورکوي او لا د کوم اقتصادي بحران سره نه دې مخ شوې خو که روان وضعیت شپږ میاشتې دوام وکړي نو دوی هم ننګولی شي.

انګلستان کرکټ بورډ یاده بورډ هم په پام کې لري چې د خپلو ښځينه او نارینوو لوبغاړو معاشات ۲۰ فیصده راکم کړي ټام هریسن ویلي که ځنې برخو کې ورسره همکارې وشي نو دوی له بحران څخه بچ کولی شي.

هندوستان کرکټ بورډ بیا د خپلو لوبغاړو لپاره پوره بودیجه لري او هیڅ ډول فکر په ډې اړخ کې نلري هندوستان چې ډېری مالیه د کرکټ د سوداګریزو لوبو څخه ترلاسه کوي سږکال هغه هم ترسره نشو، خو دوی د خپلو لوبغاړو معاشات په خپل وخت ورکوي او هیڅ ډول اندیښنه په دې برخه کې نلري دوی چې اندیښمن دي فقط د کرونا ویروس له امله دي.

ایرلینډ کرکټ بورډ خبردارې ورکړ چې لوبغاړو ته ډېری مالیه د میچ فیس په بدل کې ورکوي دوی وایي د لوبغاړو معاشات یې زیات راکم کړي او په روان بحراني حالت کې شاید له ستونزو سره مخ شي.

نیوزیلینډ بیا لوبغاړو ته معاشات په خپل وخت ورکوي او د نورو بورډونو غوندي جدي ستونزي نه لري.

پاکستان کرکټ بورډ بیا د اتو یالس میاشتو پورې مبارزه کولي شي دوی خپلو لوبغاړو ته معاشات په خپل وخت ورکوي او لاتر دې وخته پورې یې بورډ کومه ستونزه نلري.

جنوبي افریقا کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته په خپل وخت مالیه ورکوي او لا د کوم بحران سره ندي مخ شوې خو که وضعیت همداسي دوام وکړي نو ستونزې به ورته پیدا شي.

سریلانکا کرکټ بورډ لا تراوسه په دې تمه کې دی چې له هندوستان سره په جولای میاشت کې درې پنځوس اوریزې او درې شل اوریزه لوبې ترسره کړي او دې ته خوشبینه دې چې مالیه به یې ورسره یو څه لوړه شي.

ویسټ انډیز کرکټ بورډ لوبغاړي یې د جنورۍ څخه تر اوسه پورې پورې معاشاتو ته په تمه دې دا بورډ په اوسني وضعیت کې له کافي بحران سره مخ دی او لا یې د جنورۍ څخه تراوسه لوبغاړو ته معاشات ندي ورکړي. او زېمبابوې کرکټ بورډ هم یو څه له مالي زیان سره مخ دی دوی په پام کې لري چې لوبغاړو ته د فبرورۍ مارچ اپریل او مې میاشتو معاشونه په یو ځل ورکړي خو دا ترډېره سم نه لیدل کیږي. ټول بورډونو خپل راتلونکې پلانونه هم تشریح کړې و خو مهم یې د بورډ مالیه وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې