دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

دغه بنګله دېشي لوبغاړي غوښتل ځان وژنه وکړي خو له یوې کیسې یې زده کړه وکړه

ژوند کې داسې وختونه را څرګند شي چې خلک له خوښیو څخه په کالیو کې نه ځاېږي. خو ځینې وختونه بیا داسې وې چې خلک نور له ژوند کولو ستړي شوې وې او غواړي چې ځان وژنه وکړي. ژوند کې ستونزې شته دی ستونزې نه یواځې د غریبو او بیوزلو وګړو په ژوند کې وې بلکې د نړۍ مشهوره څیرو په ژوند کې هم وې چې ننۍ لیکنه کې به تاسو سره د یو بنګله دېشي لوبغاړي د ژوند رښتینې کیسه شریکه کړو چې غوښتل یې ځان وژنه وکړي خو یو څه وه چې نوموړي ته یې احساس او ډاډ ورکړ چې ژوند وکړي. موخه مو دا ده چې ستونزې شته تر څنګ د هغو ستونزو حل لارې هم شته دی. 

د محمد اشرفي د ژوند ریښتنې کیسه څه ډول وه؟ 

محمد اشرفي د بنګله دېش کریکټ په تاریخ کې یو له سترو او غوره نومونو څخه ګڼل کېږي. اشرفي د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی تو وهوونکی وه. هغه د بنګله دېشۍ لوبډلې کیپتان هم پاتې شوې دی. محمد اشرفي څرګنده کړله، چې هغه څو ځله د مېچ فکسېنګ له امله ځان وژنې هڅه کړې وه. یو وخت وه چې محمد اشرفي د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې له پیاوړو او مهمو لوبغاړو څخه وه. په ۲۰۰۵ م کال کې د اسټرالیا خلاف د هدف تعقیبولو سربیره د هغه سلیزه په یو ورځنې کریکټ کې د هغه لومړۍ سلیزه وه. اشرفي په ۲۰۰۱ م کال کې کریکټ پیل کړې وه. پداسې حال کې چې هغه د بنګله دېش په پریمیر لیګ (بي پي ایل) کې د فکس کولو په جرم ونیول شو. لدې وروسته د بي پي ایل ضد محکمې پرېکړه وکړه چې پر محمد اشرفي باندې یو میلیون بنګله دېشي ټاکا جریمه او اته کاله یې د بند په سزا باندې محکوم کړې.  په هر حال وروسته د هغه بندېز پنځه کلونو ته را ښکته کړای شو. خو اشرفي د بندېز پایته رسیدو وروسته هېڅکله بیا د بنګله دېش لپاره ونه لوبېده. د دې پیښې اووه کاله وشول. خو اشرفي نن دا د ژوند ریښنې او دردونکې کیسه شریکه کړه. هغه له کرېکبز سره په خبرو کې وړمه ورځ وویل:  《ما غوښتل چې ځان وژنه وکړم او ډیری ځله مې همدا د ځان وژنې پرېکړه ذهن ته راتلله. خو ما دا خبره خپل ورور مجیب الهام سره شریکه کړه هغه ما باندې وخندل خو وروسته یې بیا څرګنده کړه او راته یې د اظهرالدین کیسه یاده کړه او وویل چې اظهرالدین هم له دغسې ورته پیښې څخه تیر شوی دی. چې دغې کیسې له ما سره مرسته وکړه چې زه ژوند وکړم.》  محمد اشرفي د بنګله دېشۍ لوبډلې لپاره خورا ګڼې سیالۍ ترسره کړې دي چې په مهمو سیالیو کې یې لوبډله تر بریا رسولې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې