دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

نیوزیلینډی ایش سوډي : راشد د نړۍ ټاپ ترینه ليګ سپينر دی

د نیوزیلينډ هیواد سوکه توپ اچونکې ایش سوډي ویلي اوس مهال په نړۍ کې ترټولو بهترینه سوکه توپ اچونکی افغان راشد ارمان دی،کله چې له ایش څخه وپوښتل شو چې اوس په نړۍ کې توپ اچونکی څوګ دی هغه یې په ځواب کې ویل راشد خان ارمان دی. ایش وایي، راشد مې خوښیږي او د توپ اچونې ویډوګانې یې په تکرار ډول ګورم راشد په خپلې بریدګري توپ اچونې سره د نړۍ مخکښ لوبغاړي وننګول،

هغه په نړۍ کې د ګوګلي ماسټر په نوم ځانګړی شهرت لري، د هندوستان سوکه توپ اچونکی چهل هم په دې نظر دی چې راشد اوس ښه روان دی او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ډېر څه کولای شي. ایش د راشد زیاته ستاینه وکړه او هغه یې د افغانستان لپاره یو کلیدي او مهم لوبغاړی یاد کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې