دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

عمر اکمل یو ځل بیا د پاکستان کرکټ بورډ د درې کلن بندیز پرېکړه د محکمي پروړاندې چلینج کوي

عمر اکمل چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ و هونکي دی څه موده وړاندې پرې پاکستان کرکټ بورډ درې کلن بندیز ولګاوه او ویل چې عمر په خپله درې کلنه دوره کې نشي کولای چې هیڅ ډول رسمي کرکټ ترسره کړي.اوس عمر اکمل پرېکړه کړي چې د پاکستان کرکټ بورډ د ډیسپلین کميټې پر وړاندې خپل حق د محکمې د یو خپلواک وکیل په صورت کې وغواړې. عمر د پاکستان کرکټ بورډ کړي پرېکړه چلینج کوي او د خپل حق غوښتنه کوي.عمر نه غواړې د خپلو ناکاموکړنو بښنه له کرکټ بورډ څخه وغواړې اما د مبارزې لپاره د بورډ څخه داځل په حقه غوښتنه کوي.روانو حالاتو ته په کتو داسي نه بريښي چې پاکستان کرکټ بورډ دې د عمر پر تيروتنو سترګې پټې کړي.د پاکستان د کرکټ بورډ د ۳۷ مادې پر اساس عمر کولای شي چې په ۱۵ ورځو کې د ځان لپاره یو غوره وکیل ونیسي ترڅو له خپلو کړي جرمونو څخه دفاع وکړي.

دغه وکیل به قضیه د سره څيړې او بیا به د محکمي پروړاندې خپل شواهد او د دفاع اسناد وړاندې کوي.عمر اکمل چې د کامران اکمل ورور دی ډېر وخت له پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې څخه لري پاتې شو او چانس و چې په ۲۰۲۰ م کال کې ملي لوبډلې ته راستون شي خو پاکستان کرکټ بورډ پري درې کلن بندیز ولګاوه. یاده دې وي چې د عمر اکمل پر بندیز ډېری د کرکټ لوبغاړي او مبصرین زیات خواشيني و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې