نړیوال کریکټ

د کرکټ نړیواله شورا : د بنګله دیش د امپاېرانو لپاره د ټیسټ کرکټ خوبونه نور لري ندي

Icc

یا د کرکټ نړیوالې شورا په خپل وروستي بیان کې په بنګله دیشي امپاېرانو غږ کړي چې د ټیسټ لوبې لپاره ځانونه اماده کړي.تر اوسه په کورني کرکټ سیالیو کې د بنګله دیش امپاېران لیدل شوي او همدارنګه په نړیوالو شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو کې یې هم چانس ترلاسه کړې خو یوازنۍ لوبه چې ټيسټ کرکټ دی د بنګله دیش هیڅ کوم امپاېر د آی سي سي سره رسمي قرارداد نلري.تر اوسه د بنګله دیش څخه شرفوډوللا ثابت، مسعود الرحمن موکو، تنویر احمد او غازی سهیل، هغه امپاېران دي چې د آی سي سي سره په لنډ فارمټ کې د بنګله دیش هیواد نماینده ګي کوي.د کرکټ نړیوالې شورا په بیان کې راغلي که بنګله دیشي امپاېران وغواړې چې په ټیسټ لوبه کې چانس ترلاسه کړي نو همدا یې ښه فرصت دی.

بنګله دیش غواړي د اگسټ په میاشت کې د دوه نړیوالو ټیسټ سیالیو لپاره د نیوزیلینډ کوربه توب وکړي که چیرې د کروناویروس ګواښ د سفر مخه ونه نیسي،آی سي سي د بنګله دیش امپاېرانو ته د دې سیالیو د امپاېرۍ دنده ورکوي که چيرته دوی ورته زړه ښه کړي.انامول چې اوس مهال د بنګله دیش کرکټ بورډ د امپاېرانو مشر روزونکی دی وایي،، د د بنګله دیش لپاره ښه فرصت دی مونږ به خپله پوره هڅه وکړو چې خپل امپاېران دې ته اماده کړو ترڅو په نړیوال میعار د بنګله دیش ښه نماینده ګي وکړي،،.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې