افغانستان کریکټ

درې افغان لوبغاړي چې د هیواد لپاره یې دا ویاړ د نورو لوبغاړو څخه مخکې ترلاسه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې هغه درې لوبغاړي چې د افغانستان لپاره يې په ټېسټ لوبه کې لومړنۍ منډه، څلوريزه او شپږیزه ترلاسه کړې ده، د افغانستان لپاره جاوید احمدي لومړی افغان توپ وهونکی و چې په ټيسټ کرکټ یې یې خپل اکاونټ په یوه منډه خلاص کړ، د ده ترڅنګ د افغانستان لپاره بریدګر اوپنر توپ وهونکی شهزاد محمدي هغه لوبغاړی و چې په ټیسټ کرکټ کې یې د منډو اکاونټ په څلوریزه خلاص کړ، او هغه لوبغاړی چې د شپږیزو هیڅ صلاحیت تر ډېره په توپ وهنه کې نلري مجیب الرحمن دی نوموړي د افغانستان لپاره په یوه تاریخي ټیسټ سیالۍ کې شپږیزه ترلاسه کړه چې دغه شپږیزه یې د تاریخ په اوږدو کې په خپل نوم ثبت کړه.

د دې درې لوبغاړو له ډلې څخه مجیب سوکه توپ اچونکی چې په شل اوریزه او پنځوس اوریزه لوبو کې د افغانستان په ګټه لوبيږي او د لوبې د پیل اورونه ترسره کوي چې ترډېره پکې په ویکټو اخیستلو کې بریالی کیږي، دمجیب څخه وروسته شهزاد محمدي چې ترډېره وخته په ملي لوبډله کې ونه لیدل شو اوس چانس لري چې ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام ته راستون شي او همدا شان په اسیا جام کې د افغانستان نماینده ګي وکړي، جاوید بیا یو څه د افغانستان کرکټ بورډ له پام څخه غورځیدلی او لامل یې دا دی چې تر ډېره په سیالۍ کې ښه نتیجه نه ورکوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې