لیګونهنړیوال کریکټ

لانس کلوزنر په ټي ټين لیګ کې د بنګال ټایګرز روزونکی وټاکل شو

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډ‌لې پخوانی الراونډر او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اوسنی مشر روزونکی، لانس کلوزنر، د ابوظهبي کورني تجارتي لس اوریزه لیګ د سیالیو په لړ کې د بنګال ټایګرز لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.دغه لیګ د نومبر په ۱۹ نيټه پيل او د همدي میاشتي په ۲۸ نيته پای ته رسیږي.په یاد لیګ کې د افغانستان د لوبغاړو په شمول د نړۍ ګن شمير بهرني لوبغاړي هم لیدل کیږي.سویلي افریقایي لانس په ۲۲۰ لوبو کې لیدل شوي ۵۴۸۲ منډې،او ترڅنګ یې ۲۷۲ ویکټې هم ترلاسه کړي دي.هغه په تير ۲۰۱۹ م کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو، د دې څخه مخکې د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سره مشر روزونکی هم و.د بنګال ټایګرز رییس، محمد یاسین چودري، ویلي

(( مونږ د لا ښه مدیرت لپاره لانس ته چانس ورکړ تر څو ښه لوبډله رهبري کړي، دهغه تجربې به مونږ ته بریاوي راکړي،تیر کال په ټي ټین لیګ کې بنګال ټایګرز دریم مقام ترلاسه کړ.بنګال سره په لوبډله کې د تیر کال د ملي ټیم لوبغاړي ، انمول الحق ، ابو حیدر روني ، فرهاد رضا ، جنید صدیق ، یاسر علي چودري ، مهدي حسن او عرفات سني سره ، په ټایګرز لاین اپ کې لس بهرني لوبغاړي شتون درلود.چې پکې تیسارا پریرا ، شهن جیاسوریه د (سریلانکا) څخه، لین پلنکیټ ، ټام مورز د (انګلستان) څخه، حسن علي د (پاکستان) څخه ، کولن ډی ګرینډهوم د (نیوزیلینډ) څخه انډریو فلیکچر د (ویسټ انډیز) څخه ریلی روسو ، ربي فریلنک د (سویلي افریقا) څخه ، او جیمز فالکنر د استرالیا څخه شامل و)) یاده دې وي چې ټي ټين لیګ په ابو دوبۍ کې ترسره کیږي او لس اوره لوبه ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې