نړیوال کریکټ

سریلانکا کرکټ ملي لوبډله په روان بحراني حالت کې د هندوستان کوربتوب کوي

سریلانکا کرکټ بورډ له هندوستان کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړي وه چې د دواړولوبډلو ترمنځ دوه اړخیزه سیریز ترسره شي. دا چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې د ورزش هر ډول سیالۍ بندي کړي نسبت نورو هیوادنو ته په کتو په سریلانکا کې د دې ویروس کچه یو څه کمه ده.سریلانکا کرکټ بورډ پر دې سیریز ځکه ډېر ټینګار کوي چې د پيسو د ګټلو یوازینۍ لار د لوبو ترسره کول دي.د مهالويش سره سم د پلان شويو لوبو ترسره کول د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې او بورډ لپاره خورا اړين دي.د دواړو لوبډلو ترمنځ به درې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه لوبې ترسره شي چې کوربتوب به یې د سریلانکا پر غاړه وي.د سریلانکا کرکټ بورډ رییس شمامي سلوا د یاد سیریز په کولو ډېر ټینګار ښودلی و او د


BCCI
کمېټې څخه یې غوښتنه کړي وه چې سیریز لغوه اعلان نه کړي، د هندوستان کرکټ بورډ د سریلانکا غوښتنه ومنله او هوکړه یې وکړه چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د روان ۲۰۲۰ م کال د جولای په میاشت کې دغه شپږ لوبې ترسره شي.یاده دې وي چې بل پلو انګلستان کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډيز او پاکستان کوربتون هم په دې وروستیو میاشتو کې کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې