دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ریکي پونټینګ : د عثمان خواجه راتګ بیرته ټیسټ لوبو ته مشکل دی

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پیاوړې پخواني توپ وهونکې ریکي پونټینګ ویلي، چې د عثمان خواجه بیرته راتګ ټيسټ لوبو ته خورا مشکل دی، عثمان په ۲۰۱۹ م کال کې د ایشیز په جریان کې او له هغه راوروسته د نیوزیلینډ، او پاکستان سره په سیالیو کې هم د پام څخه وغورځيد خواجه د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې مسلمان توپ وهونکی دی چې سږکال ورسره استرالیا کرکټ بورډ مرکزي قرارداد هم ونکړ.مارنوس لبوسشین چې اوس مهال د ملي لوبډلې غړی دی د سټيپ سمیت، پرځای لوبډلې ته راستون شو،سمیت د ځنډ وروسته بیا لوبډلې ته راغي او مارنوس لبوسشین، په بشپړ ډول عثمان خواجه ته خطر پیښ کړ.اوس ریکي په دې اند دی چې د عثمان بیا راتګ به ملي لوبډلې ته ډېر سخت وي،

((زه له عثمان سره ډېره مينه لرم او ډېر وخت ورسره پاتې شوی یم خو روان وضعیت ته په کتو د نوموړي بیرته راتګ به یو څه سخت وي)) یاده دې وي چې عثمان خواجه په اصل پاکستانی دی خو نوموړی د ۱۹ کلنۍ وروسته د ښه قابلیت له مخې ملې لوبډلې ته راستون شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې