افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

راشد خان ارمان به یو ځل بیا د اډیلایډ لوبډلې سره ملګری وي

د استرالیا هیواد کورنی تجارتي بیګ باش لیګ چې هرکال ترسره کيږي پکې د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړي هم شتون لري.یاد سوداګریز لیګ د کال په وروستیو میاشتو کې ترسره کيږي چې پکې د اډيلايډ سټرایکرز لوبډلې لپاره راشد خان ارمان، محمد نبي عیسی خيل، د ميلبورین رینکيڼډر،مجیب الرحمن، او ظاهرخان، د بریسبین هیټ، او قیس احمد به د هوبرټ هریکنز لپاره لوبیدونکې لوبغاړي و.اوس تازه د اډيلایډ لوبډلې لوبډلمشر ټراویس هیډ، وایي

(( راشد ارمان به د یو اتل په څير د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې سره پاتې شي،او نوموړی به د اډيلایډ په ګټه روان کال زمونږ د لوبډلې برخه وي)) یاده دې وي چې بیګ باش سوداګریز لیګ په لومړي ځل د ۲۰۱۱ م کال په پای او او ۲۰۱۲ م کال په پیل کې ترسره شو چې اتلوالي یې سیډني سیکسرز لوبډلې وګټله

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې