لیګونهنړیوال کریکټ

د کرکټ نوې تکنالوژي او د څراغ لرونکو ويکټو نرخونه

نوې ټکنالوژۍ په دې ورستۍ لسيزه کې کرکټ ته لاره پيدا کړه، او د دې کاريدونکي تکنالوژۍ څخه يو يې څراغ لرونکي ويکټې دي. دا ويکټې د لوبغاړو د سوزولو يا هم اوټ په معلومولو کې زيات مرسته کوي، کرکټ څو لسیزې مخکې په نړیوال شکل راښکاره شو او ورو ورو یې د نړۍ هیوادونو ته پرمختګ وکړ چې له نړۍ څخه یې افغانستان ته هم سرچينه راورسیده،اوس افغانستان کرکټ ملي لوبډله هم په نړیواله د رجه بندۍ کې د کرکټ نړیوالې شورا سره ځانګړی ځای لري.


دا ويکټي د لومړي ځل لپاره د استراليا کرکټ ليګ يا بيګ باش شل اوريزو سياليو کې د لومړي ځل لپاره وکارول شوي او ورسته بيا په نړيواله سطحه لوبو کې تر استفاده وشوه
دغه څراغ لرونکي ويکټې د هغو نورو بې څراغو په پرتله ډيز زيات لوړ قيمت لري. د سرچينو په حواله په اسټراليا کې د دې ويکټو لوړ قيمت ۴۵ زره ډالره دی. د هندوستان هېواد په ای پي ايل سياليو کې د دې ويکټو قيمت درې ميليونه هندي روپۍ دي. د پاکستان پي ايس ايل سياليو کې بيا د دې ويکټو قيمت ۴.۷ ميليونه کلدارې دی. د انګلستان په کورني تجارتي ليګ کې د دې ويکټو قيمت ۲۳۴۷۲ پاونډه دی او د بنګله ديش بي پي ايل سياليو کې يې قيمت ۲.۵ ميليونه بنګالي ټک دي. یاده دې وي چې کرکټ ورځ تربلي نړیوال پرمختګونه مومي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې