دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

اوټيس ګيبسن : مشرفي مرتضی باید له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړي

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي مشرفي مرتضی څخه نوې روزونکي اوټيس ګیبسن غوښتې چې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد واخلې.بنګله دیش کرکټ بورډ په نوې او چټکو بالرانو کار کوي تر څو یې د ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام ته برابر کړي.دا لومړی ځل دی چې په یوه رسمي اداره کې یو بهرنی روزونکی د کور لوبغاړي ته زیګنال ورکوي ترڅو له خپلې دندې څخه لاس په سر شي.

مشرفي مرتضی د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې مهم او کیلدي لوبغاړی و چې تر ډېره یې د بنګله دیش هیواد لپاره لوبډلمشري هم وکړه.نوموړي ۲۶۹ ویکټې په نړیوال کرکټ کې ترلاسه کړي او ۲۱۸ لوبې یې کړي دي.اوټیس ګيبسن د فاسټ بالرانو په لړ کې د تسکین احمد، او حسن محمود څخه یادونه وکړه.یاده دې وي چې څه موده وړاندې بنګله دیش کرکټ بورډ هم د مرتضی څخه د تقاعد غوښتنه کړې وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې