نړیوال کریکټ

هند د سریلانکا کریکټ بورډ غوښتنه ومنله

له هند څخه خپریدونکي راپورنو پر وینا، چې په هندوستان کې د کریکټ بورډ کنټرول اداره یا بي سي سي اي ویلي دي، چې هندوستان چمتو دی چې له سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې سره په راتلونکې جولای میاشت کې د درې یو ورځینو او همدغه راز د شل اورېزو لوبو لپاره سفر وکړي.  دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د سریلانکا کریکټ بورډ اجرایوي مشر له هند کریکټ کنټرول اداري بي سي سي اي څخه غوښتنه کړې وه چې له دوی سره یاد سفر لغوه نکړي. ډیری کریکټ بورډونو خپل سفرونه د کرونا له امله ځنډولي او یا یې هم لغوه کړې دي.  هندي لوبغاړي هم د نورو لوبغاړو په څېر له شاو خوا دوه میاشتو راهیسې قرنطین دي او وایي، چې لوبغاړي اړتیا لري تر څو یو ځل بیا تمرینات پیل کړي او خپل فټنس جوړ کړي.  د بي سي سي آي یو چارواکي ټایمز اف انډیا ته وویل، که چیرې لوبغاړي تمریناتو لپاره یو ځل بیا راستنه شي نو د هند لوبډلې لوبډلمشر وېرات کوهلي او د محدود اورنو مرستیال لوبډلمشر روهېت شرما به ونشي کړای چې په ممبي کې تمرینات پیل کړي دا لوبغاړي به په کورونو کې قرنطین وي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې