افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

انګلیستان او وېسټ انډېز به یو ځل بیا د کریکټ سیالۍ پیل کړي

د وېسټ انډېز کریکټ بورډ د کرونا ناروغۍ سره سره بیا هم د انګلینډ سفر لپاره ۳۰ لوبغاړي غوره کړې دي چې ممکن په راتلونکې کې د انګلیستانۍ لوبډلې پر وړاندې په بیلابیلو فارمیټونو کې ولوبېږي. تر اوسه پورې په رسمي ډول تائید شوې نده خو تمه کېږي چې دا به په رسمي ډول ومنل شي چې وېسټ انډیزې لوبغاړي به انګلینډ هېواد ته د سیالیو ترسره کولو لپاره سفر وکړي.  د یادولو وړ ده، چې د دواړو کریکټ بورډونو ترمنځ سفر لومړیو کې په جون میاشت کې پیلده. خو د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له کبله د جولای میاشت ته وځنډول شو. همدغه راز د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي جاني ګور منلې ده چې لوبغاړي به انګلینډ هېواد ته سفر وکړي هغه په خپلو خبرو کې وویل:  《مونږ تمه لرو چې لوبغاړي به انګلینډ هېواد ته د رسیدلو وروسته د دوه اونیو لپاره په انګلینډ کې قرنطین وي. مګر مونږ له انګلینډ کریکټ بورډ سره بحث کوو چې د لوبغاړو لپاره مناسب ځای ومومي چې تر څو لوبغاړي روزونه وکولی شي. مونږ تمه لرو چې زمونږ لپاره به یو هوټل ځانګړی شي چې مونږ وکولی شو په خوندي چاپیریال کې تمرینات ترسره کړای شو.》  د یادونې وړ ده چې د انګلینډ او ویلز کریکټ بورډ د جولای لومړۍ نیټې پورې هر ډول سیالۍ ځنډولي دي. چې له یاد ځنډ وروسته تمه کېږي چې لومړۍ اونۍ کې به وېسټ انډېزۍ لوبډله سیالۍ پیل کړي او یو ځل بیا به انګلیستان هېواد ته کریکټ راستون شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې