نړیوال کریکټ

آیا شل اورېز نړیوال جام به ترسره شي؟

د کرونا ویروس له ویرې شل اورېز نړیوال جام ترسره کیدل په شک کې دي. او تر اوسه پورې په بشپړه توګه دا په ډاګه شوې نده چې شل اورېز نړیوال جام به په اکتوبر میاشت کې ترسره شي او که نه. یاده دې وې چې شل اورېز نړیوال جام به سږکال په اسټرالیا هېواد کې ترسره شي چې هلته هم کرونا له امله حالت بحران سره مخ دی.

د یادونې وړ ده چې د اي سي سي د پیښو کمیټو مشر کریس ټټلي ویلي دي، چې د شل اورېز نړیوال جام لپاره یې درې انتخابونه په پام کې نیولې دي. چې له مخې به یې نړیوال جام ترسره شي.

لړمړۍ اختیار: شل اورېز نړیوال جام لپاره چې کوم مهالویش ټاکل شوې دی او کوم لیدونکي چې د ۱۴ ورځو لپاره تضمین شوې وې د سیالیو لیدلو لپاره به اجازه ورکړل شي.
دویم اختیار کې راغلي چې ممکن حالتو ته په کتو سیالۍ پرته له نندارچیانو ترسره شي او یواځې به میدان کې لوبغاړي او نور مسول کسان شتون ولري.
دریم اختیار کې بیا راغلي دي که چیرې کرونا ناروغۍ همداسې دوام وکړي او پیښې په چټکۍ سره روانې وې نو ممکن چې نړیوال جام ۲۰۲۲ م کال ته وځنډول شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې