دلوبغاړو په اړه

کرېس ګېل پر سروان باندې له نیوکو وروسته مجازات کېږي

د وېسټ انډېزۍ لوبډلې لوی هېټر کرېس ګېل چې د نړۍ مشهوره څيره ده. او خورا ګڼ شمېر مینه وال لري خو نوموړي پدې وروستیو کې د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي رامنرېش سروان باندې توندي نیوکې وکړې.  چې له یادو نیوکو وروسته اوس راپورنه ورکړل شوې دي چې کرېس ګېل ته به ژر تر ژره جزا ورکړل شي او مجازات به شي. ګېل په سي پي ایل یا کرابین پریمیر لیګ کې له خپلې پخوانۍ لوبډلې جامیکا طلاوس څخه لرې شوی دی او د سېنټ لوشیا ځوکس لوبډلې سره مل شوی دی.  ګیل شاو خوا یوه میاشت وړاندې ویلي وه، چې رامنرېش سروان له روانې وبا ناروغۍ (کرونا) څخه بدتر دی او سروان یې د لسټوني مار وباله او ویلي وه چې سروان پر خلکو باندې له شا ګوزار کوي.  له یادو نیوکو وروسته اوس نوموړي ته جزا ټاکل شوې ده او ژر تر ژره به مجازات شي. خو د وېسټ انډېز کریکټ بورډ اجرایوي مشر تائید کړې ده چې ګیل کیریر ته به کوم زیان نه رسېږي او باید بندېز پرې ونه لګول شي ځکه، دا د کرېس ګېل لپاره یو مهم کیریر دی چې پکې خپل ځان ثابتولی شې.

1 2بله پاڼه

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې