نړیوال کریکټ

سریلانکا له هند غوښتې چې له دوی سره سیریز لغوه نکړي

د سریلانکا کریکټ بورډ له هند کریکټ بورډ ادارې بي سي سي آي څخه غوښنه کړې ده چې له دوی سره سیریز لغوه نکړي. دا په داسې حال کې ده چې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله ډیری کریکټ بورډونو له خپلو سیالانو سره لوب لړۍ لغوه کړې دي او یا یې هم ځنډولې دي.  ټاکل شوې ده چې هندۍ لوبډله په راتلونکې جولای میاشت کې سریلانکا ته سفر وکړي او له سریلانکایي لوبډلې سره به شل اوریزې او یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.  خو په ورته حال کې دا سفر د کووېډ ـ ۱۹ له کبله ګډوډ ښکارې او ممکن چې سیریز لغوه شي. پداسې حال کې چې سریلانکا کریکټ بورډ غوښتنه کړې ده چې دا سفر لغوه نکړي.  راپورنو له مخې، چې د سریلانکا کریکټ بورډ بي سي سي اي ته یو ایمیل استولی دی او ور څخه یې پکې غوښتې دي چې راتلونکی سیریز له دوی سره لغوه نکړي. سریلانکا کریکټ بورډ لیواله دی چې له دوی سره سیریز ترسره کړي او دا مهال د بي سي سي اي ځواب ته په تمه دي.  د یادونې وړ ده چې د مارچ له ۱۳ مې نیټې څخه په سریلانکا هېواد کې کریکټ تړل شوی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې