دلوبغاړو په اړه

پاکستان ولې بابر اعظم لوبډلمشر وټاکه؟

د پاکستان کریکټ بورډ خپل سټار لوبغاړی بابر اعظم د شل اورېزو لوبو سربیره د یو ورځینو لوبو لوبډلمشر هم وټاکلو. سرفراز احمد چې د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر مهال یې ناکامه لوبډلمشري ترسره کړه نو په پای کې نوموړی د درې واړو فارمیټونو څخه لرې کړای شو. دا چې سرفراز احمد د یو ورځینو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو نو علت یې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې سر روزونکی څرګندوې.  مصباح الحق وایي، مونږ له ډیرې مودې راهیسې د یو ښه لوبډلمشر په لټه کې وو. له همدې امله مونږ فکر وکړ چې ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره یو ښه لوبډلمشر ومومو. او بابر اعظم د یو ورځینو لوبو غوره لوبډلمشر دی. هغه د شل اورېزو لوبو هم غوره لوبډلمشر دی او بابر زمونږ لپاره غوره کلاسیک لوبغاړی دی همدا د نوموړي لپاره مناسب وخت وه چې هغه لوبډلمشر وټاکو.  مصباح الحق د خبرو په دوام وویل، بابر ننګونه په خپل سر اخلي. له کله راهیسې چې هغه زمونږ د شل اورېز فارمیټ لوبډلمشر شوی دی نو له هغه وخت راهیسې هغه په ټېسټ فارمیټ کې ښه کارګردګي کړې ده نو له همدې امله مو هغه ته وده ورکړله.  بابر اعظم له هغو لوبغاړو څخه دی چې د پاکستان وېرات کوهلي هم بلل کېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې