لیګونه

وینسي پریمیر لیګ د دې میاشتي په پای کې پیلیږي

په نړۍ کې د کرونا له امله هر ډول سپورټي لوبې ځنډول شوي دي. خو په ورته حالتو کې راپورنه ورکړل شوې دي چې د روانې میاشتې په پای کې به ویسني نومي لیګ ترسره شي. ټاکل شوې ده چې دا لیګ به په وېسټ انډېز هېواد کې ترسره شي.  وینسي پریمیر لیګ (VPL) به شل اورېز نه وې بلکې دا لیګ به لس اوریزه وې. چې له شور او ولولو څخه به ډک وي او یو ځل بیا به د مینه والو تنده خړوبه کړې. د معلوماتو له مخې چې پدغه لیګ کې به شپږ مختلف ټیمونه شتون ولري. ټاکل شوې ده چې دا لیګ به د مۍ ۲۲ مې نیټې څخه د مۍ تر ۳۱ مې نیټې پورې دوام وکړي.  نوموړی لیګ به د وېسټ انډېز په ختیځ کارابین ټاپو کې په سټ وېنسټ او ګرېنيډ نومي ځایونو کې ترسره شي. پدغه لیګ کې به ټولټال ۳۰ سیالۍ ترسره شي او ۷۲ لوبغاړي به پکې برخوال وې.  د یادونې وړ ده چې په یوه ورځ کې به درې سیالۍ ترسره کېږي. د معلوماتو پر اساس چې دا سیالۍ به په ژوندۍ بڼه هم خپرې شې. په یاد لیګ کې د وېسټ انډېز مشهور لوبغاړي د ۶ بیلابیلو لوبډلو له لوري پېرل کېږي.  تر دې دمه پورې پکې دغه پیاوړي وېسټ انډېزي لوبغاړي پیرل شوي دي، کېسریک ویلیمز، سنېل امبریس او اوبي مک اخیستل شوې دي. د یادولو وړ ده چې VPL نومي لس اورېز لیګ به لومړی لیک وې چې د کرونا په څېر خطرناکې ناروغۍ په منځ کې پیل شي خو لوبغاړي نشي کولی چې توپ چمکولو لپاره لعاب یا په لاړو کړي.  د وېسټ انډېز کریکټ بورډ مرستیال کیشور شلیو وویل، دا په ایس وې جي (SVG) کې د کریکټ پیلیولو لپاره مناسب وخت دی او پدې توګه مونږ کولی شو چې د کریکټ مینه والو احساسات درک کړو. نو له همدې امله مونږ لنډ مهاله لس اورېز لیګ پر لار واچولو چې د نړیوالو پام راجلب کړو دا لیګ به یواځې لسو ورځو کې پایته ورسېږي چې پکې ۳۰ لوبې ټولټال ترسره کېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې