دلوبغاړو په اړه

فاف ډوپلسي څرګنده کړه چې د ډوني د لوبډلمشرۍ ځواک څه شی دی

د چیناي سوپر کېنګز لوبډلې افسانوې توپ وهوونکي د خپلې لوبډلې لوبډلمشر ایم ایس ډوني د لوبډلمشرۍ قوت او ځواک څرګند کړو. د هغه پر وینا چې د ډوني د لوبډلمشرۍ ځواک په مثبت فکر کې دی او تل په سختو حالاتو کې د لوبغاړو روحیه مثبت لوري ته هڅول دي. ډوپلیس په ۲۰۱۱ م کال کې په لومړي ځل هند غوره لیګ کې ګډون وکړ. چې ډېر وخت یې په ای پي ایل کې ډوني سره تیر کړ. او اوسمهال د چیناي لوبډلې له مهمو او کلیدي لوبغاړو څخه ګڼل کېږي.

ډوپلیس بنګله دېشي لوبغاړي سره په خبرو کې وویل، چې ډوني نور لوبغاړي ښه پیژني او هغه یې په ډګر کې د ګړندو پرېکړو لپاره استعمالوي. نوموړی په سیالیو کې خورا ښه تجربه لري او حالتو ته په کتو سره اټکل کوي. چې دا د هغه تر ټولو قوي ځواک دی.”

۳۵ کلن ډوپلیسي وایي، که چیرې څوګ وغواړي چې د ډوني په څېر لوبغاړی یا کیپتان شي. خو نشي کیدلی ځکه ډوني تل په سختو حالاتو کې چوپ پاتی شوی دی او سمې پریکړې یې کړې دي. ډوني یو ځواکمن لوبډلمشر دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې