نړیوال کریکټ

شعیب اختر پر اي سي سي تور لګولی دی

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني افسانوې توپ اچوونکي شعیب اختر پر اي سي سي د تعصب تور ولګولو اختر پداسې حال کې پر اي سي سي یا د کریکټ نړیوالې شورا تور ولګولو چې اي سي سي شعیب اختر باندې انتقاد وکړ.

  کیسه څه ډول وه؟ 

د کریکټ نړیوالې شورا وروسته له هغې پر شعیب اختر انتقاد وکړ، چې اختر څه موده وړاندې ویلي وه چې هغه اوس هم وړتیا لري چې د اسټرالیا سټیو سمت په څلورو توپونو اوټ کړي او له لوبغالي څخه یې بیرون کړي. چې د شعیب اختر د دغې بیان وروسته د کریکټ نړیوالې شورا خندنه خپره کړه او د شعیب اختر پر بیان یې ملنډې ووهلې.

  د شعیب اختر نیوکه پر اي سي سي څه وه؟

اي سي سي ته په غبرګون کې شعیب اختر لیکلې دي: “آي سي سي په پوره ډول بې پرې توب له پامه غورځولی دی. دا هغه څه دي چې د کریکټ نړیوالې شورا سره ښه نه ښایې.” اختر بیا بله ویډیو هم خپره کړې ده چې پکې یې د کریکټ نړیوالې شورا ته خطاب کړی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې