دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د نیوزیلینډ کریکټ بورډ له ۲۰ لوبغاړو سره مرکزي قرادادونه اعلان کړل

د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې د 2020-21 م کال لپاره له ۲۰ لوبغاړو سره مرکزي قرادادونه اعلان کړل. پدغې لیست کې درې لوبغاړي نوي شامل شوې دي چې په لومړي ځل په لوبډله کې غوره شوې دي. دا لیست د نیوزیلینډ کریکټ بورډ د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره خپور کړ.

په لیست کې شامل شوو لوبغاړو له ډلې څخه یو هم تېز بالر کایل جېمسېن، سپنر توپ اچوونکی عازاز پټیل او توپ وهوونکی ډیون کونیو شامل دی. کایل جېمسېن خپله لومړۍ نړیواله لوبه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړله.

د نیوزیلینډ د کریکټ بورډ انتخاب مدېر ګیوین لارسن خوښې څرګنده کړله چې له درې نوو لوبغاړو سره یې تړونونه لاسلېلک کړل. د نوموړي پر وینا چې پورته درې واړه لوبغاړي خورا پیاوړي دي او د دوی لپاره یې خورا ښه فعالیتونه ترسره کړې دي.

نیوزیلینډ کریکټ بورډ له لاندنیو لوبغاړو سره قرادادونه اعلان کړې دي:
ټام بلنډېل، ټرېنټ بولټ، ډیون کونیو، کولین ډی گرانډوم، لاکي فرګسن، مارټین ګپټېل، میټ هنري، کایل جېمېسن، ټام لاتم، هېنري نیکولس، جېمز نېشام، اجاز پټېل، مچل سانټنر، ایش سوډهي، ټیم ساؤدي، راس ټیلر، نیل واګنر، بي جي واټلېنګ، کین ویلیمسن، ویل یونګ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې