دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د کلونو تجربه لرونکي لوبغاړي پاکستان کرکټ بورډ له مرکزي کنټرک څخه لاس په سر کړل

پاکستان کرکټ بورډ د چهارشنبي په ورځ خپل نوې مرکزي تړونونه د لوبغاړو سره لاسلیک کړل، چې پکې د پاکستان مشهوره لوبغاړي ونه لیدل شو، یعني د روان ۲۰۲۰ م کال څخه شروع تر ۲۰۲۱ م کال پورې به شعیب ملک، محمد عامر، وهاب ریاض، حسن علي، سرفراز احمد،محمد حفیظ، او ورته نور لوبغاړي د دې بورډ سره هیڅ کوم رسمي قرارداد ونلري. پاکستان کرکټ بورډ په دغه پرېکړه خوښې ښودلی او دا لوبغاړي یې د راتلونکې لپاره کلیدي شميرلي دي. وهاب او عامر چې له ټیسټ لوبو څخه یې تقاعد اعلان کړي و دا ځل د شل اوریزه او پنځوس اوریزه لوبو څخه هم ګوښه کړی شو.

حفیظ چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مهم لوبغاړی و او کلونه کلونه یې د دې هیواد لپاره خولې توې کړي وي نوموړي هم په لیست کې ندی شامل،حسن علي چې د پاکستان لپاره یې چټکه توپ اچونه کوله او د ټپ له امله یې بخت زیات کار ونکړ، پخواني لوبغاړي چې پاکستان ته یې زیات کار او لوبې ترسره کړي دي اوس په یو دم د کرکټ بورډ له پام څخه وغورځیدل، د کرکټ شایقن او مبصرین وایي چې پاکستان کرکټ بورډ هیڅ سمه پرېکړه نده کړي او دا به په روان ۲۰۲۰ م کال کې د دوی لپاره دېرې بدي پیلي ولري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې