دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ : د انګلستان سره لوبې کولو ته اړتیا نلرو خو خوشبیني ورته ښایو

انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې په پام کې لري چې د کال په وروستیوکې ټیسټ لوبې ترسره کړي،د ویسټ انډيز کرکټ بورډ اجرایوي رییس جوهاني ګرپ ويلي (( مونږ لوبغاړي نه مجبورو چې په یاد سفر کې زمونږ سره ګډون وکړي،ځکه دا یو سخت خطر دی مونږ د درې ټیسټ لوبو لپاره سفر کوو او د دې څخه به مخکې څلور اونۍ مونږ خپل تیارې ونیسو،مونږ ته د خپلو لوبغاړو روعتيا ډېره مهمه ده انګلستان کرکټ بورډ باید په یوه ښه چاپریال کې سیالۍ برابري کړي چيرته چې د کرونا ویروس ويره نه لیدل کیږي.

په دې سفر کې به هیڅ لوړپوړي لوبغاړي زمونږ سره ګډون وال نه وي،مونږ ټول بورډ او لوبغاړي د دې سفر لپاره خوشبینه یو خو ځنې خطرونه احساسوو)) یاده دې وي چې ویسټ انډیز او انګلستان لوبډلې سره د ټیسټ لوبو سیریز لري، او لاتراوسه یې د ترسره کیدو دقيقه نيټه نده معلومه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې