نړیوال کریکټ

بنګله دیش کرکټ بورډ : د کرونا له وجې به د روزونکو معاشاتو ته د سره بیا کتنه وکړو

کرونا ویروس چې په ټوله نړۍ کې یې د سپورټ ټولې لوبې بندي کړي، او د کرکټ په اړخه کې یې بورډونو ته مالي زیانونه رسولي دي، اوس له افغانستان څخه وروسته بنګله دیش کرکټ بورډ هم غواړې چې د خپلو روزونکو معاشات یو څه راکم کړي.د بنګله دیش کرکټ بورډ عملیاتي رییس اکرم خان ویلي (( مونږ ممکن د کوچونو سره د هغوۍ به معاشاتو خبرې وکړو، که چيرته درې یا څلور میاشتې دغه ویروس نور هم دوام وکړي نو مونږ مجبوریږو چې د روزونکو سره د هغوۍ په معاشاتو کې یو څه کمښت راولو،

د بنګله دیش سر روزونکی رسل ډومینګو ، د تیز بالینګ روزونکی اوټیس ګبسن او فزیو جولیان کالفاټوسره یو کلن تړون لاسلیک شوی،همدا شان د سپین بالینګ روزونکې ډينل ویټوري، سره مونږ په کال کې د سلو ورځو کنټرک کړې، نوموړي ته به د هغه ورځ پیسي ورکول کیږي کوم چې یې د بنګله دیش لوبغاړو سره کار کړي، ویټوري ته مونږ د ورځي ۲۵۰۰ ډالره ورکوو،د دې ترڅنګ د توپ وهنې روزونکی نیل میکینزي،او فیلډینک کوچ ریان کوک سره به هم خبري وشي))
بنګله دیش کرکټ بورډ ویلي که حالت عادی شي نوموږ به بیا د سره کتنه وکړو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې