نړیوال کریکټ

بلټر تمه لري چې انګلیستاني لوبغاړي به 1-2 اونیو کې روزنې ته راستنه شې

انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی جوس بلټر باور لري، که چیرې په څو راتلونکو ورځو کې حالت ښه شي او چاپیریال پاک شي نو انګلینډي لوبغاړي به په 1-2 اونیو کې د روزنې لپاره ځانونه چمتو کړې. دا په داسې حال کې ده چې د مارچ میاشتې راهیسې په انګلیستان کې کریکټ سیالۍ ځنډول شوې دي.  هېر دې نه وې بټلر همدغه راز یادونه وکړه چې لوبغاړي باید میدان ته د راستنېدو پر مهال ټولنېز واټن ته پاملرنه وکړې. یوې وېبپاڼې د بټلر په حواله داسې لیکلې دي: “زه باور لرم چې په راتلونکو څو ورځو کې به حالت نورمال شي. د بټلر پر وینا چې په یوه یا دوه اونیو کې به حالت ښه شي خو زه فکر کوم چې لوبغاړي باید بیا هم ټولنېز واټن ته پاملرنه وکړي.” بلټر د اوسني روان وضعیت په تړاو خواشینې څرګنده کړه او هیله لري چې فضا ژر تر ژره پاکه شي.  بلټر وایي، زه باوري یم چې حالت به ښه شي او یو ډېر خوندي چاپیریال به رامینځته شي چې هر څوګ به د هوساینې احساس وکړي. جوس بلټر وایي مونږ به حالتو ته په کتو پرېکړه وکړو.  د یادولو وړ ده چې انګلیستان کریکټ او ویلز کریکټ بورډ د جولای تر لومړۍ نیټې پورې هر ډول لوبې ځنډولې دي. انګلینډ کریکټ بورډ د دې پریکړې پر اساس د ۱۰۰ بالونو ټورنامنټ او ترڅنګ یې ډیری نور غټ غټ سفرونه لغوه کړل.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې